جلالاباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
مسوولين وايي، شخړه له لفظي جنجال وروسته شوې ده، وروسته دواړو لورو يو پر بل د چړو او برچو ګوزارونه کړي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ په احمدزيو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ لفظي شخړه پر تاوتريخوالي اوښتې ده.
هغه زیاته کړه، د دغه تاوتريخوالي په پايله کې – چې دواړو خواوو يو پر بل د چړو او برچو ګوزارونه کړي – يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته ځان رسولی، د وژل شوي کس جسد يې د هغه کورنۍ ته سپارلی او پنځه کسان یې د پېښې په تړاو نیولي دي.
دغه راز، د سيمې يوه اوسېدونکي نقيبالله وویل، که څه هم د شخړې لامل معلوم نه دی خو وايي، دواړه کورنۍ ګاونډيان دي او وژل شوی او ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي.
مسوولين وايي، دغه قضيه به له لومړنيو پلټنو وروسته د حل په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP