Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي یو

حنفي: له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي یو

author avatar
15 Jul 2024 - 16:59
حنفي: له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي یو
author avatar
15 Jul 2024 - 16:59

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په کراچۍ کې له افغان کونسل سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه بېلابېلې تاریخي او فرهنګي اړیکي لري او اسلامي امارت د دغو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان له جنرال کونسل مولوي عبدالجبار تخاري سره پرون په کابل کې کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې مولوي عبدالجبار تخاري په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د وضعیت، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

دغه راز، په دې کتنه کې په کراچۍ کې د افغانستان کونسل وویل، دا چې ګڼ شمېر افغانان په پاکستان کې مېشت دي او کونسلي خدمتونو ته اړتيا لري، پر همدې اساس په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګري په دې برخه کې فعالانه عمل کوي او د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه کوي.

ارګ لیکلي، حنفي د افغانستان جنرال کونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو په توګه په مختلفو برخو کې تاريخي او فرهنګي اړيکي لري، اسلامي امارت د دغو اړيکو د لا پراختيا غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې، په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د کونسلګرۍ مسوولين دې هڅه وکړي چې له کوربه هېواد سره کونسلي اړيکې پياوړې کړي او دغه راز په پاکستان کې مېشتو هېوادوالو ته دې په مختلفو برخو کې غوره خدمتونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۹مه د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرهم په کراچۍ کې د افغانستان له کونسل سره کتلي وو او په پاکستان کې یې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه ورسره خبرې کړې وې.

Views: 12

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.