کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو د «اج» ورځپاڼې یو خبریال وژلی دی.
پاکستانۍ رسنۍ «اج نیوز» په یوه راپور کې ویلي، د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو چې پر موټرسایکل سپاره وو، پر حسن زیب ډزې کړې، هغه یې وژلی او له سیمې تښتېدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، حسن زیب د «اج» ورځپاڼې خبریال و.
د معلوماتو له مخې، یاده پېښه پرون د چنګاښ په ۲۴مه مازدیګر شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP