ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي

لوګر کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي

author avatar
15 Jul 2024 - 17:32
لوګر کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي
author avatar
15 Jul 2024 - 17:32

پل‌علم (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ په کیشم سیمه کې د کورنۍ ستونزو له امله یوه پلار خپل ۱۸ کلن زوی په چړې وهلې او وژلی یې دی.

د نوموړي په خبره قاتل نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

انس زیاتوي، د همدې ولسوالۍ په دهنو کلي کې تېره ورځ غرمه شاوخوا ۱۲ بجې ناپېژانده کسانو د عبدالحبیب په نوم یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده او قاتلین به ژر ونیول شي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وویل چې پر یادو پېښو خبر دی.

هغه ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه باید د دغه شان پېښو د مخنیوی لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.