ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له شخصي موټرو د دولتي نښو لرې کولو او تورو ښیښو سپینولو کمپاين پيل شو

ننګرهار کې له شخصي موټرو د دولتي نښو لرې کولو او تورو ښیښو سپینولو کمپاين پيل شو

author avatar
15 Jul 2024 - 17:52
ننګرهار کې له شخصي موټرو د دولتي نښو لرې کولو او تورو ښیښو سپینولو کمپاين پيل شو
author avatar
15 Jul 2024 - 17:52

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د شخصي وسايطو د تورو ښیښو سپینولو، دولتي نښو او ناقانونه هارنونو لرې کولو کمپاين پيل کړی دی.

مسوولين وايي، د ښار په ځینو برخو کې د امنيه قوماندانۍ پرسونل له خوا چيک‌پاينټونه جوړ شوي چې د موټرو تورې ښیښې او دولتي نښې پاکوي او غیرمجاز هارنونه ترې لري کوي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال مولوي محمدطاهر مبارز نن په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل، د کورنيو چارو وزارت د حکم له مخې په دغه ولايت کې د تورو ښيښو سپينولو او له شخصي موټرو د دولتي نښو لرې کولو کمپاين پيل شوی دی.

هغه زياته کړه: «ټولو ننګرهاريانو ته خبر ورکول کېږي چې په خپلو شخصي وسايطو کې د پوليسو ځانګري هارنونو، دولتي ډيمرو، مخابرو، ځانګړو دولتي څراغونو او نورو نظامي نښو له لګولو ډډه وکړي، د همدې موخې د تطبيق په خاطر امنيې قوماندانۍ له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه کمپاين پيل کړی او دغه کمپاين به تر هغه دوام کوي څو ياد توکي له شخصي وسايطو لرې شوي نه وي.»

د نوموړي په وينا، اوس مهال دغه کمپاين په جلال‌آباد ښار کې روان دی او په پام کې ده ولسواليو ته هم وغځول شي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي هم له دغه کمپاينه خوښ دي.

د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې د چهل‌متره سړک سيمې يوه اوسېدونکي غفران پژواک ته وويل، اوسمهال په ښار کې په ډېرو شخصي موټرو کې له دولتي نښو، هارنونو او تورو ښيښو ګټه اخيستل کېږي چې دغه کار د جنايي پېښو لامل کېږي.

دغه راز، يو موټرچلوونکی عبدالبصير چې د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کورنيو چارو وزارت له ياد اقدامه ستاينه کوي او له مسوولينو غواړي چې دغه چاره پر ټولو يو شان تطبيق کړي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.