ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان کې د ډزو یوه پېښه کې درې کسان وژل شوي

المان کې د ډزو یوه پېښه کې درې کسان وژل شوي

author avatar
15 Jul 2024 - 17:00
المان کې د ډزو یوه پېښه کې درې کسان وژل شوي
author avatar
15 Jul 2024 - 17:00

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، المان کې د یوه کس له خوا د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

اسوشیټېډ پرېس د المان پولیسو له قوله راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (یکشنبه) د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځ کې یوه کورنۍ کې د اختلافاتو له امله شوې ده.

د المان پولیسو ویاند رامونا دوتلینګ اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «په وژل شوو کې شکمن بریدګر، یو سړی او یوه ښځه شامل دي.»

هغه زیاته کړې، ډزې په یوه کور کې شوې او په دې اړه څېړنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، تر اوسه د یادې پېښې د انګېزې په اړه هیڅ تازه معلومات په لاس کې نه لرو.

نوموړي څرګنده کړې چې د یادې پېښې دوه ټپیان مېرمنې دي او د چورلکې په وسیله روغتون ته ولېږدول شوې.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.