ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احتکار د مخنیوي او له کورنیو کرنیزو محصولاتو د استفادې د ترویج په موخه غونډه وشوه

د احتکار د مخنیوي او له کورنیو کرنیزو محصولاتو د استفادې د ترویج په موخه غونډه وشوه

author avatar
16 Jul 2024 - 17:50
د احتکار د مخنیوي او له کورنیو کرنیزو محصولاتو د استفادې د ترویج په موخه غونډه وشوه
author avatar
16 Jul 2024 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د احتکار د مخنیوي، له کرونګرو د غنمو د پېرلو او له کورنیو کرنیزو محصولاتو او میوو د استفادې د ترویج په موخه غونډه شوې ده.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه غونډه کې چې نن د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او موظف پلاوی ګډون کړی وی.

سرچينې لیکلي، دې غونډه کې د هېواد د میوه‌جاتو او کرنیزو محصولاتو د استفاې رایجولو پر څرنګوالي، د کرنې سکتور پر پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لاروچارو پر ایجاد، له هېواده بهر د کرنیزو محصولاتو او میوه جاتو د صادراتي برخو پر پراختیا خبر وشوې.

سرچینې زیاته کړې، غونډه کې بڼوالو ته د کورني او بهرني بازار موندنې په موخه د لازمو اسانتیاو پر برابرولو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د احتکار د مخنیوي په پار د زرګونه ټنه غنمو د پېرلو، د کروندګرو د تشویق او ملاتړ او د هېواد بازار ته د عرضه کولو تر وخت پورې د پېرل شووغنمو د غوره ساتنې د څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو.

ارګ لیکلي، د غونډې په پای کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان ترجیحي تعرفو په اړه د خبرو ترڅنګ د  ذکر شوو مواردو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.