Language

کینیا کې یوه کس د ۴۲ ښځو پر وژلو اعتراف کړی

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): کینیا کې یوه کس اعتراف کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې د خپلې مېرمنې په ګډون ۴۲ ښځې وژلې دي.

سکای نیوز د کینیا د پولیسو له قوله لیکلي چې دوی دغه کس د دغه هېواد په پلازمېنه نایروبي کې د څو ښځو د جسدونو له موندلو وروسته نیولی دی.

د دغه راپور له مخې، دغه کس کالینز جمعیسي نومېږي چې ۳۳ کلن دی او په  خپلو لومړنیو څرګندونو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

دغه کس نن سهار د ۲۰۲۴ یورو نهایي سیالیو د نندارې پر مهال په موکورو سیمه کې په یوه کافي‌شاپ کې نیول شوی دی.

د کینیا د جنایي جرمونو د څېړنو مدیر محمدامین خبریالانو ته وویل: «تورن کس د ۴۲ ښځو پر وژلو او کثافاتو کې یې د جسدونو پر اچولو اعتراف کړی او دا ټولې وژنې په ۲۰۲۲ کال او د ۲۰۲۴ د جولای تر ۱۱مې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کینیا د کیلیفي سیمې یوه ځنګله کې هم ډله‌ییز قبرونه پیدا شوي وو.