ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بنو پروني برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۵۰ تنه ټپیان دي

د بنو پروني برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۵۰ تنه ټپیان دي

author avatar
16 Jul 2024 - 10:41
د بنو پروني برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۵۰ تنه ټپیان دي
author avatar
16 Jul 2024 - 10:41

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسله‌والو پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسله‌والو پرون سهار د پاکستان پر یوه پوځي مرکز برید وکړ.

سرچینې لیکلي، امنيتي چارواکو چې نه یې دې غوښتي نومونه یې خپاره شي، ویلي چې په برید کې لږ تر لږه درې پوځیان وژل شوي ‌او د سرتېرو په ګډون ۵۰ کسان ټپیان دي.

چارواکو دغه راز د درېيو وسله‌والو وژل کېدو ادعا هم کړې ده.

د امنيتي ځواکونو په وينا، سهار وختي وسله‌والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځي مرکز له دېوال سره وجنګاوه، له چاودنې وروسته وسله‌وال یاد پوځي مرکز ته ننوتل او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه چې د ورځې تر ناوخته روانه وه.

بلخوا، د بنو ولسوالۍ امنیه قوماندان قوماندان ضياءالدين بي‌بي‌سي ته ویلي چې په دغه برید کې د درېیو پوځیانو وژل کېدو ترڅنګ ۵۳ کسان ټپیان شوي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.