Language

بادغیس کې یو کس د قتل په تور نیول شوی

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز قلعه‌نو ښار کې د قتل په تور یو کس نیولی دی.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ نن (سه‌شنبه، د چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه کس پرون د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د یوه کس له وژلو وروسته تښتېدلی و.

سرچینې له جرئیاتو پرته لیکلي چې د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار دویمې حوزې امنیتي ځواکونو دغه کس پرون ماښان نیولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نیول شوي کس دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

Related Topics