فراه ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنار او بنګو لسګونه جریب کښتونه او نږدې ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د بکواه ولسوالۍ په الیبېک سیمه کې ۲۵۸۵ کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهيي توکي کشف او سوځولي دي.
سرچینه وايي چې په دې موده کې امنیتي ځواکونو د پرچمن ولسوالۍ په اولیه سیمه کې ۶۴ جریب کوکنار او اته جریب بنګې هم له منځه وړي دي.
خبرپانه کې دغه راز راغلي چې د فراه ښار شپږمې حوزې امنیتي او کشفي ځواکونو د مرکز اړوند حاجي محمدسیاه کارېز سیمه کې د بنګو نږدې یو جریب کښت تخریب کړی دی.
بل لور ته، د بکواه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وویل چې د حکومت له لوري د نشهيي توکو کښتونو د له منځه وړو ملاتړ کوي.
خو هغه زیاتوي چې کروندګر له بېوزلۍ دغه کښت کوي، حکومت باید ورته د بدیل کښت فکر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د فراه په یادو ولسواليو کې لسګونه جریب کوکنار او سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP