ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر یو شمېر ښوونځیو کې د اتو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

د لوګر یو شمېر ښوونځیو کې د اتو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
16 Jul 2024 - 17:10
د لوګر یو شمېر ښوونځیو کې د اتو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
16 Jul 2024 - 17:10

پل‌علم (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت اته رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۱۴ میلیون افغانیو په مالي لګښت د مرکز پل‌علم او څرخ ولسوالۍ په اتو ښوونځیو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه: «په بشپړو شوو پروژو کې دغو ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا سیسټم فعالول، په سولري واټرپمپونو سمبال د ژورو څاګانو کيندل، د پاکو اوبو شبکې، د لاس مینځلو ځایونه، کانکریټي کثافت‌دانۍ، د بیت‌الخلا او سپټیک څاګانو جوړول شامل دي.

د عرب په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په مرکز پل‌علم کې به په نږدې ورځو کې په دوو نورو ښوونځيو کې هم ورته رغنیزې چارې پيل شي.

د پل‌علم یوه ښوونکي رحمت‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې په اتو ښوونځیو کې رغنیزې پروژې بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو له بشپړېدو سره سم لسګونه ښوونکو او زرګونه زده‌کوونکو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د یادودنې ده، دا مهال د لوګر په ۲۸۵ ښوونځيو کې شاوخوا ۱۵۰ زره نجونې او هلکان زده‌کړې کوي خو لا یې هم ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.