ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه ویجاړ کړي

لوګر کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه ویجاړ کړي

author avatar
16 Jul 2024 - 17:02
لوګر کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه ویجاړ کړي
author avatar
16 Jul 2024 - 17:02

پل‌علم (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریب فصلونه ویجاړ شوي دي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې په ازره ولسوالي کې د سخت باران له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

شاهد زیاته کړه، د یادو سېلابونو له امله خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو شاوخوا ۳۵۰ جریب کرنیز فصلونه یې له منځه وړي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو فصلونو کې تر ډېره د پيازو، کچالو، غنمو او رومیانو کروندې له منځه تللې دي.

بلخوا، د ازرې ولسوالۍ یوه کروندګر رسول خان پژواک ته وویل، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په دې ولسوالي کې ډېری فصلونه، بڼونه، لارې، کارېزونه او کانالونه تخریب شوي دي.

نوموړي د لوګر له ولایتي ادارې او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د ازرې له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د همدې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي مجیدخان پژواک ته وویل، د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو شمېر د استوګنې کورونه هم تخریب شوي خو چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

هغه دغه راز وویل، هر کال د بارانونو او سېلابونو له امله د ازرې ولسوالۍ خلک زیانمنېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت باید په دې ولسوالۍ د سېلابونو مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.

د یادونې ده، تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې سېلابونو ۴۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او له څلورو سوو ډېر کورونه یې تخریب کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.