ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل – جلال‌اباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې پیل شوې

د کابل – جلال‌اباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
16 Jul 2024 - 16:53
د کابل – جلال‌اباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
16 Jul 2024 - 16:53

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وايي چې د کابل – جلال‌اباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې د مکروریانو له څلورلارې تر پکتیاکوټ پورې د څه باندې ۶۸۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کابل-جلال اباد سړک د پراخولو پروژه له مکروریانو څخه تر تنګي غارو پورې دوام پیدا کوي چې اوس یې یواځې د لومړۍ برخې چارې پیل شوي.

د کابل ښاروالۍ پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژه یې ښاریانو ته د ترانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او د ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه پیل کړې ده.

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رییس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې هکله وویل، د دغه مهم سړک لومړۍ برخه د مکروریانو له څلورلارې بیا تر پکتیاکوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې په عصري او معیاري توګه به د څه باندې ۶۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې د دوو کلونو په موده کې په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې جوړ شي.

نوموړي زياته کړې، په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بايسکل لارو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړکونو د خطونو اچول شامل دي.

سرچینې ویلي، د کابل – جلال‌اباد سړک چې د کابل ښار له اقتصادي دهلېزونو شمېرل کېږي، جوړول او پراختیا یې د ماسټر پلان مطابق د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو او د هېوادوالو یوه پخوانۍ هیله ده چې د ترسره کېدو په حال کې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.