ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ټوپاني باران‌ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته پيل شوه

ننګرهار کې د ټوپاني باران‌ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته پيل شوه

author avatar
17 Jul 2024 - 07:50
ننګرهار کې د ټوپاني باران‌ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته پيل شوه
author avatar
17 Jul 2024 - 07:50

جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې ورځې توپاني باران‌ځپلو کورنيو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.

د چارواکو د معلوماتو له مخې ننګرهار کې د تېرې ورځې سخت توپان او ورښت له امله نږدې څلوېښت کسان مړه او شاخوا ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي. دغه راز چارواکي وايي چې سلګونه کورونه هم زیانمن شوي دي.

نن د ریاست‌الوزرا له خوا له یادو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي سعيداحمد بنوري او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې عمومي ریيس مولوي نورالدين ترابي له لوري د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مستوخېل سیمه کې نن مازیګر له پېښې‌ځپلو سره د نغدو پیسو مرسته پیل شوه.

یاد چا واکي لومړی هغې کورنۍ ته ورغلل چې د خونې چت غورځېدو له امله یې اووه غړي مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

 

د ننګرهار مرستیال والي په سيمه کې خبریالانو ته وويل چې له دغې کورنۍ سره اته سوه زره افغانۍ مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، د يادې کورنۍ غړو ته د هر شهيد سل زره او هر ټپي لپاره پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.

دغه راز د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې عمومي ريیس مولوي نورالدين ترابي وويل، دا مرسته له دې کورنۍ پيل شوه او سبا چهارشنبه به ټولو ته ورسول شي.

نوموړی وايي، هرې کورنۍ سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم تر سره کيږي

 

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.