ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر غزه د اسرائیلي ځواکونو وروستي بریدونو کې ۵۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

پر غزه د اسرائیلي ځواکونو وروستي بریدونو کې ۵۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
17 Jul 2024 - 17:10
پر غزه د اسرائیلي ځواکونو وروستي بریدونو کې ۵۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
17 Jul 2024 - 17:10

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ د اسرائيل هوايي بريدونو کې ۵۷ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فلسطیني چارواکو ویلي چې اسرائیلي ځواکونو پرون د غزې پر سوېلي او مرکزي سیمو هوایي بریدونه کړي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۷ کسانو ژوند بایللی دی.

سرچینه زیاتوي چې د رفح ښار په سوېل کې د اسرائیلو بریدونه روان دي.

د رویټرز له خوا په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د دې سیمې اوسېدونکي ټپیان په خرو او ریکشاګانو کې روغتونونو ته لېږدوي.

د راپور له مخې، حماس ویلي چې اسرائیل د عربي هېوادونو او امریکا په منځګړیتوب د اوربند خبرې او هوکړه له خنډ سره مخ کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې اسرائيل د غزې په ځینو سیمو کې د پرمختګ خبره هم کړې ده.

په راپور کې راغلي، د حماس او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۸۷۱۳ فلسطینیانو ژوند بایللی او ۸۹۱۶۶ نور ټپيان شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.