ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې په خپل‌سري توګه د ژورو څا‌ه‌ګانو د کېندلو مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوه

اروزګان کې په خپل‌سري توګه د ژورو څا‌ه‌ګانو د کېندلو مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوه

author avatar
17 Jul 2024 - 17:04
اروزګان کې په خپل‌سري توګه د ژورو څا‌ه‌ګانو د کېندلو مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوه
author avatar
17 Jul 2024 - 17:04

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): په اروزګان ولایت کې یوې تازه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په خپل‌سري توګه د ژورو څاه‌ګانو یا برمو د کېندلو مخه ونیسي.

د اروزګان د والي له لوري تېره ورځ یوې ګډې کمېټې ته دنده ورکړل شوه چې په دغه ولایت کې په خپل‌سري توګه د ژورو څاه‌ګانو یا برمو د کېندنې مخه ونیسي.

دغه کمېټه چې مشري یې عدلیې ریاست ته ورکړل شوې، د سیندیزې فرعي حوزې، محکمې، امنیتې قوماندانۍ او استخباراتو ریاست استازي په‌کې برخه لري.

تېره ورځ د یادې کمېټې په لومړنۍ ناسته کې د دغه ولایت والي مولوي عنایت‌الله شجاع وویل، دا کمېټه مسوولیت لري چې په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ژورو څاه‌ګانو مخنیوی وکړي چې په خپل‌سري توګه د خلکو له خوا کېندل کېږي.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې خپلو کورونو او ځمکو لپاره د ژورو څاه‌ګانو کېندلو ته اړتیا ولري، د همدې کمېټې له لوري به یې اړتیا ته په کتو اجازه ورکول کېږي.

والي دغه راز وویل، په یو شمېر سیمو کې له اړتیا پرته د برمو کېندل د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټوالي لامل شوي دي.

ورته مهال، د دې کمېټې مشر او د دغه ولایت د عدلیې رییس مولوي خیرالله حقنما وویل، د یادې کمېټې له جوړېدو وروسته په ترینکوټ ښار کې د یو شمېر برمو د کېندلو مخه نیول شوې ده.

د یادونې ده، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د ولایت مقام له خوا په خپل‌سري توګه د ژورو څاه‌ګانو د کېندلو مخنیوي برخه کې د کمېټې جوړولو ته خوښ دي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.