ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سرپرست: په ټول هېواد کې د مالي خدمتونو پراختیا ته ژمن یو

د افغانستان بانک سرپرست: په ټول هېواد کې د مالي خدمتونو پراختیا ته ژمن یو

author avatar
17 Jul 2024 - 17:16
د افغانستان بانک سرپرست: په ټول هېواد کې د مالي خدمتونو پراختیا ته ژمن یو
author avatar
17 Jul 2024 - 17:16

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بانک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مالي خدماتو پراختیا ته ژمن دی څو ټول هېوادوال یو شان له دغو خدمتونو برخمن شي.

مرکزي بانک نن (چهارشنبې) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتونبایوا سره د دغه بانک د سرپرست نوراحمد اغا د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړه لوري د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه غږېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې: «په دې لیدنه کې نوراحمد اغا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مالي خدماتو پر پراختیا ټینګار وکړ او هغه یې د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې یو مهم لامل وباله، هغه څرګنده کړه چې د افغانستان بانک په ټول هېواد د مالي خدماتو پراختیا ته ژمن دی څو ټول هېوادوال په یو ډول له دغو خدماتو برخمن شي.»

هغه زیاته کړې، مرکزي بانک د کوچنیو پورونو وروکولو یوه مقرره جوړه کړې چې دغه اقدام کولای شي په هېواد کې د مالي خدماتو پراختیا کې مرسته وکړي.

هغه ټینګار کړی چې دې برخې ته د همکارو بنسټونو پاملرنه کولای شي د کاري زمینې په برابرولو او د بې‌کارۍ کچې په ټيټولو کې ګټور رول ولوبوي.

دغه راز، نوراحمد اغا په هېواد کې د اسلامي بانک‌دارۍ پر پراختیا ‎ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د پرمختللو هېوادونو له تجروبو استفاده‎مهمه بللې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې مرکزي بانک د دې برخې پراختیا ته ژمن دی او د شرعي اصولو په رڼا کې د بانکي او مالي خدمتونو وړاندې کولو په هڅه کې دی.

په همدې حال کې، اوتونبایوا هم په دې لیدنه کې د مالي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د همکارۍ او د بانک‌داری له پرمختللو بنسټونو سره د اړیکو جوړولو ژمنه کړې او دغه برخه یې د افغانانو لپاره ډېره مهمه بللې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.