ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«مرستندوی بنسټونه دې مرستې د خلکو اړتیا ته په کتو ترسره کړي»

«مرستندوی بنسټونه دې مرستې د خلکو اړتیا ته په کتو ترسره کړي»

author avatar
17 Jul 2024 - 17:19
«مرستندوی بنسټونه دې مرستې د خلکو اړتیا ته په کتو ترسره کړي»
author avatar
17 Jul 2024 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء د دفتر رییس د افغانستان لپاره د سره صلیب کمېټې له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، خیریه چارې دې نه سیاسي کېږي او ټول مرستندوی بنسټونه دې هغو خدماتو ته لومړیتوب ورکړي چې ورته اړتیا وي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزراء د دفتر رییس ملا عبدالواسع پرون د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) د افغانستان څانګې له مشرې کاتارینا ریټز او مل پلاوي سره وکتل.

د یادې کمېټې مشرې ویلي، دوی په افغانستان ک له بېلابېلو روغتیایي، معلولینو او معیوبینو، زندانیانو، برېښنا، اوبو رسولو له سکټور او سرې میاشتې ادارې سره د مرستو پروګرامونه لري او دا مرستې یې د تېرو کلونو په پرتله پراخې شوې دي.

هغې دغه راز ویلي، اوس مهال د زندانونو چارو د تنظیم کارکوونکو ظرفیت لوړولو برنامو پر مخ وړلو برخه کې د ا.ا له لوري ورته ‌ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر رییس ملا عبدالواسع هم ویلي چې د یادې کمېټې کړنې عام‌المنفعه دي، له همدې کبله اسلامي امارت له یادې کمېټې سره د هر اړخیزې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.

هغه هیله څرګند کړې چې ټول خیریه بنسټونه په خپلو خیریه چارو کې هغو خدماتو ته لومړیتوب ورکړي چې د اوسني وخت اړتیا وي او د خلکو لومړنۍ ستونزې هوارې شی.

هغه ویلي: «دا چې د اوس لپاره اسلامي امارت د معتادینو راټولولو، مهاجرینو او داخلي بې‌ځایه شوو او سېلاب‌ځپلو د ملاتړ لپاره برنامي پلې کوي، پر همدې بنسټ له ټولو خیریه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوو. دغه راز هڅه دې وشي چې خیریه چارې په سیاستونو پورې ونه تړل شي، موږ ټول باید د خیر په چارو کې بې پرې واوسو.»

ملا عبدالواسع د سره صلیب کمېټې مشرې ته ډاډ ورکړی چې د خپلو ټولو شته امکاناتو په کارولو به د یادې کمېټې د فعالیتونو ملاتړ کوي او د ستونزو هواري په موخه به کوټلي ګامونه پورته کوي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.