Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې له وخت مخکې د پستې حاصلاتو راټولولو مخنیوي په موخه د امنیتي ځواکونو ګومارل

هرات (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١٤٠٣): د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، امنیتي ځواکونه په ګرځنده او ثابت ډول ګومارل شوي څو په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو ساتنه وکړي او خلک پرې‌ نه ‌ږدي چې له ټاکلي وخت مخکې یې حاصلات ټول کړي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د اقلیمي تغییراتو او د سړې هوا له امله تر اوسه د دغه ولایت پسته حاصل ته نه ده رسېدلې او ښایي تر یوې میاشتې نور وخت هم واخلي څو حاصل ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د پستې ځنګلونو ساتنې په موخه په سیمه کې امنیتي ځواکونه په ثابت او ګرځنده ډول حضور لري او له خلکو غوښتنه کېږي چې د هغې تر پخېدو دې صبر وکړي.

بلخوا، په سیمه کې موظفو امنیتي ځواکونو ویلي چې د پستو ځنګلونو ته ورغلې ټولې لارې تړل شوې او ټولو مالدارانو ته د پستې له باغونو بهر هدایت ورکړل شوی دی.

د پستې ځنګلونه د هرات په کشک کهنه او رباط سنکي ولسوالیو کې موقعیت لري چې سږ کال یې حاصلات د ډېرو ورښتونو له امله ښه دي.

د کرنې ریاست د ځنګلونو مدیر رمضان جمشيدي هم وایي چې د سړې هوا له امله تر اوسه پسته نه ده رسېدلې او باید لږ تر لږه تر یوې میاشتې صبر ورته وشي څو دغه محصول راټولولو ته چمتو شي.

ده هم له خلکو غوښتنه وکړه چې د پستې تر پخېدو دې د پستې حاصلات نه راټولوي.

د یادونې ده، هر کال به د نه پاملرنې له امله د خلکو له خوا په خپلسري ډول د دغو ځنګلونو حاصلات راټولېدل چې د مسوولینو په خبره، له دې وروسته به د حکومت تر مدیریت لاندې له دغو سیمو د حکومت عاید ډېر وي او د دغه محصول د تولید کچه به هم مشخصه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.