ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یو شمېر کونډې ښځې: حکومت دې موږ ته د کار زمینه برابره کړي

جوزجان کې یو شمېر کونډې ښځې: حکومت دې موږ ته د کار زمینه برابره کړي

author avatar
17 Jul 2024 - 17:20
جوزجان کې یو شمېر کونډې ښځې: حکومت دې موږ ته د کار زمینه برابره کړي
author avatar
17 Jul 2024 - 17:20

شبرغان (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): جوزجان کې ځينې کونډې ښځې د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

دا کونډې چې د خپلو اولادونو د اعاشې مسوولیت پر غاړه لري، وایي، که ملاتړ یې و‌شي او ورته د کار زمینه برابره ‌‌شي، اولادونه به یې زده‌کړو ته دوام ورکړي او ښه راتلونکی به ولري.

یو شمېر کونډې ښځې: موږ ته دې د کار زمینه برابره شي

د شبرغان ښار د التي‌خواجه کلي یوې اوسېدونکې ۳۵ کلنې مولودې پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کال مخکې یې خاوند د ایران په لاره مړ شو او اوس دا د خپلې پنځه‌کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري.

هغې زیاته کړه: «یو کال مخکې مې خاوند مړ شو، د څلورو اولادونو مور یم، د خاوند له مرګه وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، شاقه کارونه مې وکړل، د خلکو په کورونو کې مې کالي ومینځل او په ډېرې سختۍ سره د خپلې کورنۍ مصارف پوره کوم.»

نوموړې وویل: «د خاوند له مرګه وروسته مې د خاوند مور هم رواني ستونزې پیدا کړې، کوچنۍ لور مې چې شپږ کلنه ده، داسې ښکاري لکه دوه کلنه، ډاکټران وایي چې په خوارځواکۍ اخته ده.»

هغې وویل چې خپلوان یې هم ورسره مرسته نه کوي، ډېرې شپې له خپلو اولادونو سره په لوږه ویده شوې؛ ځکه چې ځينې ورځې ورته کار نه پیدا کېږي او په خالي لاسونو خپل کور ته ستنېږي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې دې او نورو کونډو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي او زیاتوي: «که موږ ته د کار زمینه برابره نه‌شي، مجبوره یم چې خپلې دوه لوڼې او یو زوی مې یتیم‌خانې ته ولېږم.»

دغه‌راز، دغه ولایت کې یوه بله بې‌سرپرسته مېرمن فرزانه وایي چې نهه کاله مخکې یې خاوند د یوې ترافیکې پېښې له امله مړ شوی او اوس دا د خپلې پنځه‌کسیزې کورنۍ نفقه ګټوونکې ده.

هغه وایي: «د څلورو اولادونو مور یم، مشر زوی مې ۱۵ کلن دی، زه له سهاره تر ماښامه غالۍ اوبدنې ته ځم، زامن مې په شاقه کارونو بوخت دي.»

نوموړې د دې له امله چې زامن یې نه شي کولی ښوونځي ته لاړ شي، اندېښمنه ده او زیاتوي: «هیله مې درلوده څو اولادونه مې درس ووایي، ډاکټران او انجنیران شي، خو زامن مې د روزګار په کړاونو او دردونو اخته دي او ښوونځي ته نه ځي.»

نوموړې هم وویل چې تر اوسه یې خپلوانو یا‎ مرستندویه بنسټونو مرسته نه ده تر لاسه کړې او په ډېرې سختۍ سره خپل ژوند پر مخ وړي.

هغې وویل: «اسلامي امارت دې زموږ کونډو غږ واوري، له موږ سره دې مرسته وکړي، باید موږ ته د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه موږ غواړو اولادونه مو درس ووایي او تحصیل وکړي.»

دغه‌راز یوه بله کونډه مېرمن نرګس چې له اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ شکایت کوي او وایي: «کار نشته، حیرانه یم چې څه وکړم، څوک نشته چې لاسنیوی مې وکړي او راسره مرسته وکړي، له ناچارۍ سوالګري کوم او یوه مړۍ ډوډۍ مې اولادونو ته برابروم.»

نرګس چې خاوند یې درې کاله مخکې په یوې ترافیکي پېښه کې مړ شوی، اوس له خپلو دوو ماشومانو سره په یوه کرایي کور کې اوسېږي او په ډېرې سختۍ سره د کور کرایه برابروي.

د چارو پوه: باید له کونډو ښځو ملاتړ وشي.

د جوزجان پوهنتون د ارواح‌پوهنې یوې استادې ګوزل امیري وویل: «کله چې یوه ښځه په افغانستان کونډه کېږي له رواني، ټولنیز او اقتصادي نه‌جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کېږي.»

مېرمن امیري وایي: «د کونډو لپاره چې نالوستې وي او کار یې نه وي کړی ژوند سختیږي؛ ځکه له کوره بهر له کار کولو سره بلدې نه وي، پر رواني ستونزو اخته کېږي او ان ځيني یې ځان‌وژنه کوي.»

نوموړې ټینګار وکړ چې حکومت باید د کونډو او یتیمانو لپاره حمایتي او د کار موندنې پروګرامونه ولري.

«د کونډو ښځو د ستونزو حل لپاره ځيني اقدامات شوي دي»

د جوزجان د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي شبیراحمد مقصود پژواک ته وویل چې دغه ریاست د بې‌سرپرستو ښځو د ژوند د ښه کېدو په موخه هڅې کوي څو هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي په داسې حال کې چې د یاد پروګرام په اړه یې جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې دمګړۍ له دغه ریاست سره نږدې دوه زره کونډې ثبت دي او دوی په هڅه کې دي څو دغو ښځو ته د مرستندویه بنسټونو له لارې مرستې را جذب کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.