ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړېږي او له منل شوو معیارونو سره سم به فعالیت ولري

مولوي عبدالکبیر: د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړېږي او له منل شوو معیارونو سره سم به فعالیت ولري

author avatar
17 Jul 2024 - 17:03
مولوي عبدالکبیر: د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړېږي او له منل شوو معیارونو سره سم به فعالیت ولري
author avatar
17 Jul 2024 - 17:03

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودجه په واک کې ورکړې او د هېواد پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبرۍ په ګډون د یاد وزارت د مرکزي او ټولو دولتي پوهنتونونو او علمي بنسټونو له رییسانو سره په لیدنې کې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شيخ مولوي ندامحمد ندیم په دې لیدنه کې وویل چې له دې ډول ناستو یې موخه د تحصیلي نظام پیاوړي کول، د علمي بنسټونو همغږي او د تجربو شریکول دي.

د ندیم په وینا، د لوړو زده‌کړو وزارت کې د خیالي محصلینو او اداري فساد لمن ټوله شوې او دا مهال د لوړو زده‌کړو د نظام پرمختګ د ټولنې له اړتیا سره سم د مسلکي او متخصصو کسانو د روزنې پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

خبرپاڼه کاږي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په یاده لیدنه کې وویل، اسلامي امارت د افغانستان د رغولو او د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو پياوړتیا چارې پیل کړې دي.

دی وايي، افغانستان مسلکي او متخصصو کادرونو ته اړتیا لري او دغه اړتیا د افغانستان پوهنتونونه پوره کولای شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودجه په واک کې ورکړې، پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي او دغه راز به د دغو بنسټونو کیفیت لوړ او له منل شوو معیارونو سره سم به فعالیت وکړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه چې په نړۍواله کچه له هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو لړۍ پر مخ روانه ده، دا مهال اسلامي امارت په یو شمېر هېوادونو کې څلوېښت فعالې سیاسي استازولۍ لري او په یو شمېر نورو هېوادونو کې به هم په نږدې راتلونکي کې د افغانستان استازولۍ رسمي فعالیت پيل کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالکبیر د لیدنې په پای کې د پوهنتونونو رییسانو ته په خطاب کې وویل، له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړئ او د اصلاحي ناستو په جوړولو سره هغوی ته د مهمو موضوعاتو ترڅنګ د اسلامي امارت پيغام او د رامنځته کېدو موخې روښانه کړئ.

د یوه بل خبر له مخې، د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست شيخ‌الحدیث مولوي ندا‌ءمحمد ندیم تېره ورځ په کابل کې د ازبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اکاډمیکو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په حواله، په کابل کې د ازبکستان سفیر د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې د هغه هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو لیدنه وکړي چې د سرپرست وزیر له خوا یې هرکلی وشو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.