ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د پروان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

author avatar
17 Jul 2024 - 19:28
د پروان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
author avatar
17 Jul 2024 - 19:28

چاریکار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د پروان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولینو د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۱۱ ټيمونو په ګډون د غوره لیګ سیالیو له پیلېدو خبر ورکړی دی.

د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عیدالظاهر خالقیار وایي چې له درېیو کلونو وروسته دا لومړی غوره لیګ سیالۍ دي چې د چاریکار په ورزشي سټډیوم کې ترسره کېږي.

هغه وویل چې د سیالیو لومړۍ لوبه کې د چاریکار ښاروالۍ لوبډلې د جبل‌السراج لوبدلې ته یو پر صفر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د پروان د بدني روزنې او ورزش امر وویل چې په دغو سیالیو کې د ښاروالۍ لوبډلې یوه لوبغاړي یاسر جان د ښه ګول‌وهونکي لقب خپل کړ.

د پروان د بدني روزنې مسوولینو په خبره، د فوټبال دغه لوبې به تر درېیو میاشتو دوام وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.