ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د اوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

پکتيا کې د اوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
17 Jul 2024 - 17:34
پکتيا کې د اوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
17 Jul 2024 - 17:34

ګردېز (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت اووه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د يادو پروژو د پرانیستې پر مهال د ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وويل، دغه اووه پروژې د ګردېز ښار اړوند سيمو کې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو (UN-Habitat) ادارې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالره په لګښت جوړ پلې شوې دي.

د ښاروال په وينا، په دغو پروژو کې يو لوی پول، ۳۶۰ متره استنادي دېوال، ۹۲۰ متره زراعتي کانالونه، ۴۴۰ متره محافظتي دېوال او په ګردېز ښار کې د لاسي توکو پلورونکو ته د ۹۰ غرفو اېښودل شامل دي.

دغه راز، په يادو مراسمو کې د پکتيا مرستيال والي انعام‌الله صلاح‌الدين وويل، د تدارکاتو قانون د پېچلتيا له امله ځینې پروژې په ځنډ سره عملي کېږي.

بل لور ته، د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي ګلزار زيارمل پژواک ته وويل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره ښار ته د سېلاب اوبو مخه ونيول شوه.

هغه وويل: «مخکې ښار ته ډېر وخت سېلاب راته، اوس ورته دېوال جوړ شو، مخه یې ورته نیولې، دا مشکل به نور حل شي.»

د ګردېز ښاريانو له مؤسسو او مسوولو ادارو غوښتنه وکړه چې د ګردېز ښار د پراختيا او رغونې لپاره بايد نورې پروژې هم پلې کړي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.