ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د پکتیا حوزوي روغتون کې د امکاناتو له کموالي شکایت کوي

خلک د پکتیا حوزوي روغتون کې د امکاناتو له کموالي شکایت کوي

author avatar
17 Jul 2024 - 17:35
خلک د پکتیا حوزوي روغتون کې د امکاناتو له کموالي شکایت کوي
author avatar
17 Jul 2024 - 17:35

ګردېز (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې درمل او بسترونه کم دي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا، حکومتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د دغو ستونزو د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي.

په دې اړه د پکتیا په حوزوي روغتون کې یوه ناروغ‌لرونکي صابرګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه روغتون کې درمل کم دي او ناروغ‌لرونکي اړ دي څو له بهر څخه درمل وپېري.

دی وايي چې په روغتون کې دننه ځیني معاینات هم نه ترسره کېږي، باید په خصوصي روغتونونو او یا هم کلینیکونو کې ترسره شي.

صابرګل زیاتوي: «بسترونه کم دي، درمل نشته، تر ډېره درمل له بازاره راوړم، خلک اقتصادي مشکلات لري، نه شی کولای هر څه له بازاره راوړي، دا مشکلات باید حکومتي مسوولین حل کړي.»

دغه راز، یوه بل ناروغ‌لرونکي محمدايوب هم پژواک ته وویل چې د روغتون لخوا يې ناروغ ته هیڅ درمل نه دي ورکړل شوي او د اړتيا وړ درمل یې تر اوسه له بازاره پېرلي دي.

هغه وویل، په دغه روغتون کې بسترونه هم کم دي چې باید ډېر شي.

یو شمېر نورو ناروغ‌لرونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادو ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.

بلخوا، د‌ پکتيا حوزوي روغتون رییس محمدنادر رحماني پژواک ته وویل چې د روغتون امکانات د ولایت په کچه دي خو ناروغان ورته له خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې څخه هم راځي.

هغه زياتوي چې د ماشومانو په واټ کې بسترونه کم دي او ډېری وخت په یوه چپرکټ کې د یوه پر ځای دوه یا درې ماشومان بستر وي.

ده زیاته کړه: «په رسمي تشکيل کې د ۱۵۰ بستره امکانات راکول کېږي خو دلته د نورو ولايتونو خلک هم راځي، زموږ خو دا ۱۵۰ بستره هر وخت ډک وي خو د ماشومانو واټ کې په يو کټ کې دوه حتی دری ناروغان هم بستروو. غوښتنه مو دا ده چې روغتون په رسمي ډول ارتقا وکړي او د ۳۰۰ بسترو امکانات راکړل شي.»

دغه راز، د پکتیا عامې روغتیا رييس مولوي خيرمحمد منصور وويل، دوی هڅه کوي چې په رسمي ډول روغتون ته ارتقا ورکړي او بستر او نور امکانات یې ډېر کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې د روغتون په ارتقا سره به تر ډېره دغه ستونزې حل شي.

د پکتیا حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د زرمت، سيدکرم، ډنډپټان، څمکنيو او احمدخيلو ولسواليو د روغتيايي مرکزونو ارتقاوې شوې خو تر اوسه په رسمي ډول ورته پرسونل او امکانات نه دي ورکړل شوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.