Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر چیني سوداګرو د افغانستان کرنیز سکټور کې پانګونې لپاره د ۵ زره هکټاره ځمکې غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): یو شمېر چیني سوداګرو د کرنې او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د کرنې برخه کې د پانګونې لپاره د ۵۰۰۰ هکټاره ځمکې او د توکو او ماشینري په رالېږدولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري پرون په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر چیني سوداګرو او پانګه‌والو سره چې د افغانستان د کرنې په سکټور کې پانګونې ته لېوال دي، وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې چیني سوداګرو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، درمل جوړولو او کیمیاوي سرو تولید برخو کې د کار او پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

کرنې وزارت لیکلي، دغو سوداګرو د ۵۰۰۰ هکتاره ځمکې او په بندرونو کې د توکو او ماشینري په رالېږدولو کې د اسانتیا راوستلو غوښتنه وکړه، څو د کرنې برخه کې پانګونه او کار وکړي او په دې اړه د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه.

سرچینې ویلي، په یاده کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په بېلابېلو برخو کې د چین د پرمختګونو یادونه وکړه او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخه کې یې د چین سوداګریزې همکارۍ مهمې وبللې.

عمري زیاته کړې، د چين خلکو د ټکنالوجۍ، ساينس او تخنیک برخو کې ډېر پرمختګ کړی او دغه راز په نړۍ کې د نفوس او صادراتو له اړخه تر ټولو لوی هېواد دی.

هغه ویلي: «تاسو کولای شي چې د زده‌کړې، تجربې، د کرنې ميکانیزه کولو او د ماشینونو چمتو کولو برخو کې له موږ سره همکاري وکړئ؛ موږ د ځمکې د اجارې او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره ستاسو په خدمت کې یو.»

د کرنې وزیر په دې کتنه کې زیاته کړې: «افغانستان یو داسې هېواد دی چې ارګانیک او لوړ کیفیت لرونکي محصولات لري او چین زموږ د مېوو او کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار دی، زموږ هېواد کرنیزو چارو لپاره مناسب اقلیم لري، تاسو راشئ او کار وکړئ او زموږ بزګرانو او مالدارانو ته روزنه ورکړئ.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د کرنې د وزیر سلاکار میرویس خوګیاڼي، د افغان- چین د ګډ کرنیز شرکت غړو هم حضور درلود او د ګډ کار په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.