ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ

پنجشېر کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ

author avatar
17 Jul 2024 - 17:29
پنجشېر کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ
author avatar
17 Jul 2024 - 17:29

پاراخ (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې پر قومي یووالي ټینګار وکړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې دغه غونډه نن په پنجشېر ولایت کې د سلګونو کسانو په ګډون جوړه شوه.

یاد وزارت لیکلي، د غونډې پر مهال قومي سپین ږېرو د اسلامي امارت په پایدارۍ او ثبات خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې ټول ولس د دې نظام ملاتړی دی او هېچاته اجازه نه ورکوي چې دا نظام وننګوي.

سرچينې لیکلي چې دوی پر قومي یووالي ټینګار وکړ او اسلامي حکومتولي یې د ولس د ستونزو د حل لاره وبلله.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمدعلي جان‌احمد په خپلو خبرو کې قوم او قبیله د پېژندګلوۍ وسیله وبلله او د ولس ستونزو ته د رسېدنې برخه کې یې د اسلامي امارت له ژمنتیا څخه ډاډ ورکړ.

د دغه وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شیخ حضرت ولي حقاني د اسلامي نظام اقامه او د هېواد خپلواکي د افغانانو د ستړیاوو پایله یاده کړه او د ولسونو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ یې ټینګار وکړ.

د پنجشېر والي الحاج محمداغا حکیم د خپلو خبرو په جریان کې د تېر نظام مسوولین ولس ته په ازموینه کې ناکام وګڼل او پر قومي مخورو یې غږ وکړ چې ځوانان دې د هېواد خدمت ته راوبولي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.