Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ تر راتلونکو دوو ورځو پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټسال‎ غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ راتلونکې جمعه (د چنګاښ ۲۹مه) پیلېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فېسبوک‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې دغه سیالۍ د هېواد د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په جمنازیوم کې ترسره کېږي.

په یادو سیالیو کې به شمس هرات، اریا فورج، زیتون، اتحاد هرات، برادران خواجه‌زاده، ظاهراسد کابل، صداقت، جوانان میهن، سعادت نیمروز او پیروزي پنجشېر ټیمونه ګډون کوي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ مازدیګر پنځه بجې د شمس هرات او ظاهراسد ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.