ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د یوه پل جوړولو چارې پيل شوې

اروزګان کې د یوه پل جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
18 Jul 2024 - 13:21
اروزګان کې د یوه پل جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
18 Jul 2024 - 13:21

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۳): د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې چې ۲۹ میلیون افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د اروزګان د ګېزاب ولسوال مولوي میرحمزه حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په دې ولسوالي کې د هلمند پر سیند د هدوکګ په نوم د هغه پل جوړولو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۷۰ سلنه کارونه یې د مخکني حکومت پر مهال ترسره شوي وو.

حنفي زیاته کړه، د هماغه مهال ځايي مسوولینو له قراردادي شرکته په ناقانونه ډول د پیسو غوښتنه کوله چې له امله یې دغه پروژه نیمګړې پاتې شوه.

هغه زیاته کړه، د یاد پل پر پاتې چارو ۲۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي او ټاکل شوې د شپږو میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد پول ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري چې په جوړېدو به یې د اروزګان د یو شمېر ولسواليو په ګډون د دایکنډي او بامیان ولایتونو اوسېدونکي هم په اسانۍ ترینکوټ ښار ته تګ – راتګ کولی شي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د دغه پله جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې له دې سره به یې ترینکوټ ښار ته د تګ – راتګ ستونزې کمې شي.

 

 

 

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.