Language

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو له احتمال څخه خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (د چنګاښ ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې سبا او بل سبا (د چنګاښ ۲۹مه او ۳۰مه) په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان‌وردګو، ننګرهار، کابل، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د سخت باران، تالندې، برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو راتلو احتمال شته.

سرچینې لیکلي چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینه دغه‌راز زیاته کړې، د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېدیځ، سوېلي، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

Related Topics