Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«شخصي او ژیړ رنګ ټکسي موټر پر عامه واټونو د کار کولو او سپرلۍ لېږدولو حق نه لري»

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي او ژیړ رنګ ټکسي موټر پر عامه واټونو د کار کولو او سپرلۍ د لېږد را لېږد حق نه لري.

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ټول هېواد کې د شخصي تېز رفتارو موټرو او په ژیړ رنګ کې د ټکسي موټرو مالکینو او موټرچلوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د دې ابلاغې له خپرېدو وروسته په عامه واټونو د کار کولو او سپرلۍ لېږدولو حق نه لري.

یاد ریاست زیاته کړې، یوازې په نوي (فېروزه‌یي او سپین) رنګ کې ټکسي موټر کولای شي چې پر عامه واټونو کار وکړي او سپرلۍ ولېږدوي.

سرچینې ویلي، که د دې ابلاغیې له خپرېدو وروسته شخصي تېز رفتار موټر او یا په ژیړ رنګ کې ټکسي موټر د سپرلۍ د لېږد پرمهال ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي او بیا د شکایت حق نه لري.

د یادونې ده، تېر کال په لېندۍ میاشت کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوې وه، هغه مهال مسوولینو ویلي وو چې په مرکز او ولایتونو کې نور شخصي موټر پر واټونو د سپرلیو د لېږدولو حق نه لري او دغه ګام د ترافیکي بې‌نظمیو د مخنیوي او امنیتي خوندیتوب په موخه اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.