Language

هلمند کې له انسان‌تښتوونکو دوه کسان ژغورل شوي 

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ یې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالي کې دوه کسان د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلي او په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.

د هلمند امنیې قومانداني ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ په ګرشک ولسوالي کې دوه کسان د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلي او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

هغه زیاته کړه، د محمدظاهر او مصطفی په نومونو نیولو شوو کسانو څو ورځې مخکې له نیمروز ولایت څخه دوه کسان تښتولي وو چې د خوشي کېدو په بدل کي یې د ډېرو پیسو غوښتنه کوله.

حقاني د یادې قضیې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.