ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهین: د یوه هېواد داخلي امنیت خپله هماغه هېواد پورې اړه لري، تورونه دې نه لګول کېږي

شاهین: د یوه هېواد داخلي امنیت خپله هماغه هېواد پورې اړه لري، تورونه دې نه لګول کېږي

author avatar
19 Jul 2024 - 17:18
شاهین: د یوه هېواد داخلي امنیت خپله هماغه هېواد پورې اړه لري، تورونه دې نه لګول کېږي
author avatar
19 Jul 2024 - 17:18

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر احضارېدو غبرګون کې ویلي، د هر هېواد داخلي امنیت، هماغه هېواد پورې اړه لري، تورونه باید ونه لګول شي.

د راپورونو پر بنسټ، د تېرې دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) وسله‌والو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټربم په وسیله چاودنه وکړه، د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو ادارې «ای‌اس‌پي‌ار» ویلي چې په دغه برید کې اته سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر مرستیال یې د دغه برید په تړاو احضار کړی دی.

سرچینې د سفارت د مرستیال نوم نه دی یاد کړی خو زیاته کړې یې ده: «د فغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې په بنو کې د برید د عاملینو په اړه بشپړه پلټنه وکړي او ژر تر ژره پیاوړی او اغېزناک اقدام وکړي.»

خو په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د مرستیال احضارولو غبرګون کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هر هېواد د داخلي امنیت ټینګښت په هغه هېواد پورې اړه لري او د تور لګولو پر ځای باید خپل امنیت ته پام وکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ پالیسي اقتصادمحوره ده، نو موږ په خپل هېواد او سیمه ‎کې امنیت او ثبات غواړو.»

شاهین وویل چې اسلامي امارت تل د خبرو او تعامل له لارې د مسایلو د حل غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوې در کړې او ویلي یې دي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان یا کوم بل هېواد پر وړاندې استفاده وکړي. دوی له اسلام‌اباده غوښتي څو خپلو ستونزو ته له افغانستان سره تړاو ورنه کړي.‎

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.