کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائيل هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس د فلسطیني روغتیايي چارواکو له قوله ویلي چې اسرائیلي ځواکونو تېره ورځ د غزې په مرکز کې د البریج او نصیرات په نومونو د بېځایه شوو پر دوو پنډغالو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینه وايي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د رفح ښار په سوېل کې د اسرائیل بریدونه روان دي.
په راپور کې راغلي، د حماس او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۸۸۴۸ کسانو ژوند بایللی او ۸۹۴۵۹ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP