ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ کې د بانکونو او هوايي ډګرونو چارې د انټرنېټ سیسټم کې د ستونزې له امله له ځنډ سره مخ شوې

نړۍ کې د بانکونو او هوايي ډګرونو چارې د انټرنېټ سیسټم کې د ستونزې له امله له ځنډ سره مخ شوې

author avatar
19 Jul 2024 - 17:12
نړۍ کې د بانکونو او هوايي ډګرونو چارې د انټرنېټ سیسټم کې د ستونزې له امله له ځنډ سره مخ شوې
author avatar
19 Jul 2024 - 17:12

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ پراخه پرچاوي د دې لامل شوې چې د ګڼ شمېر بانکونو، هوايي شرکتونو او خپرنیزو ادارو ورځنۍ چارې په ټپه ودرېږي او له ځنډ سره یې مخ کړي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د نړۍ په ګڼ شمېر هوايي ډګرونو کې د مسافرو کتارونه ځکه په ډېرېدو دي چې د هوايي شرکتونو کمپیوټري چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې. امریکن ایرلاینز له هغو هوايي شرکتونو یو دی چې الوتنې یې درولې دي او مسوولین یې وايي، لامل یې د انټرنېټي امنیت ستونزه ده.

د انټرنېټي خدمتونو شرکت مایکرو سافټ مسوولین وايي چې د ستونزې د کنټرول لپاره یې فعالیت پیل کړی خو د پرچاوۍ لامل نه دی په ګوته شوی.

په بریتانیا کې بیا د عامې روغتیا اداره اېن اېچ اېس وايي، د انټرنېټ همدې پرچاوۍ له امله کلینیکونه، دوکانونه، درملتونونه او د رېل ګاډو خدمتونه هم اغېزمن شوي. لږ مخکې له همدې کبله د سکای نیوز په نامه خبري شبکه له فعالیته غورځېدلې وه.

د بریتانیا پر وخت سهار لس بجې د ملکي هوايي چلند څار ادارې سیریوم د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د نږدې ۱۰۰۰ الوتنو لغو کېدو راپورونه ورکړل شوي.

دغه راز، د جرمني په شمالي لیویبیک او کېیل ښارونو کې هغه جراحي عملیات لغو شوي چې بېړنیزه اړتیا ورته نه وه.

که څه هم تر اوسه د دې پرچاوۍ کره لاملونه نه دي په ګوته شوي، خو امریکن ايرلاین هوايي شرکت په انټرنېټي خدمتونو کې د خنډ لامل له ”له کراوډ سټرایک” سافټویر سره ”تخنیکي ستونزه” یاده کړې وه.

کراوډسټرایک د انټرنېټي خوندیتوب یو شرکت دی چې په ۲۰۱۱ کال کې په دې موخه رامنځته شوی چې د نړۍ لوی شرکتونه له سایبر امنیتي ګواښونو وژغوري او انټرنېټي خوندیتوب یې تامین کړي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.