ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي

مولوي عبدالکبیر: حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي

author avatar
19 Jul 2024 - 16:18
مولوي عبدالکبیر: حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي
author avatar
19 Jul 2024 - 16:18

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او د هغوی هڅې ستایي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رسنیو له یو شمېر مسوولینو او د سیاسي چارو له ځینو شنونکو سره وکتل.

دغه کتنه تېره ورځ په سپیدار ماڼۍ کې وشوه.

د سرچینې په وینا، په پيل کې د سياسي چارو شنونکو وویل، له هر څه ورته اسلامي او ملي ارزښتونه لومړیتوب لري او هڅه کوي څو په رسنیز ډګر کې د افغانستان واقعیتونه له خلکو او نړۍ سره شریک او د اسلامي امارت پر وړاندې د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي.

شنونکو زیاته کړې، که څه هم په هېواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته ډېرې ستونزې حل شوې او اصلاحات راغلي، خو د پرمختګونو لړۍ بايد همدغسې دوامداره وساتل شي.

هغوی څرګنده کړه، د افغانانو ترمنځ ملي یووالی د هېواد د پرمختګ لامل شوی او دغه راز د حکومت او ملت ترمنځ واټن له منځه تللی دی.

د هغوی په خبره، اوسنی نظام په تېره یوه پېړۍ کې بېساری دی، ملت او حکومت بايد د شته اسلامي نظام او سراسري امنیت پايښت لپاره په ګډه کار وکړي.

دغو سیاسي چارو شنونکو او د رسنیو مسوولینو دغه راز زیاته کړې، د سیاسي کارپوهانو او کورنیو رسنیو ملاتړ د اسلامي امارت او افغانستان په ګټه تمامېدای شي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د مسوول او حاکم نظام په توګه په بهرني او کورني سیاست کې ښه پرمختګونه کړي.

هغه د رسنیو د مسوولینو او سیاسي شنونکو هڅې ستايلې او ویلي یې دي، د ټولو ادارو دروازې د افغانانو پر مخ پرانیستې دي او هېوادوال کولای شي د ستونزو د حل او غوره حکومتولۍ په موخه خپلې مشورې له چارواکو سره شریکې کړي.

د هغه په خبره، اسلامي امارت د مسوول او حاکم نظام په توګه بهرني او کورني سیاست کې ښه پرمختګونه کړي او دا مهال په سیمه او نړۍ کې له یو شمېر هېوادونو سره د رسمي تعامل لړۍ د پراخېدو په حال کې ده، د ملت او حکومت ترمنځ یووالی د کورنۍ سیاست اساسي کرښې دي.

نوموړي ویلي، ا.ا د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د نړۍ له هيڅ هېواد سره ستونزې نه غواړي او د دوحې تړون ته ژمن دی.

د غونډې په پای کې مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او پر وړانديزونو به یې غور وشي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.