ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان او جوزجان کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي

لغمان او جوزجان کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي

مهترلام – شبرغان (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): امنیتي مسوولین وايي چې په لغمان کې يو کس د خپلې میرنۍ مور او جوزجان کې بیا یو سړی د خپل خسر د وژلو په تور نيول شوي دي.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیتي ځواکونو تېره ورځ د طالب‌شاه په نوم هغه کس نیولی چې موده مخکې یې په کاوو کلي کې خپله میرنۍ مور وژلې وه.

یوسفزی وایي چې نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

بلخوا، د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د درزاب ولسوالۍ په «مغول» کلي کې یو کس د خپل خسر د وژلو په تور نیولی دی.

هغه زیاته کړه، تورن کس تېره ورځ شاوخوا لس بجې خپل خسر د تبر پر ګوازونو وژلی و.

د ده په وینا، د یاد قتل انګیزه لا نه ده معلومه خو په اړه يې څېرنې پيل شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.