ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سي‌ټي‌ډي: په پنجاب کې د «القاعده ډلې مهم غړی» نیول شوی

سي‌ټي‌ډي: په پنجاب کې د «القاعده ډلې مهم غړی» نیول شوی

author avatar
20 Jul 2024 - 09:16
سي‌ټي‌ډي: په پنجاب کې د «القاعده ډلې مهم غړی» نیول شوی
author avatar
20 Jul 2024 - 09:16

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاکستان پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي‌ټي‌ډي) ویلي چې په پنجاب کې یې د القاعده ډلې یو غړی امین‌الحق نیولی دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دې ادارې ویلي چې یاد کس د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې نیول شوی دی.

راپور کې راغلي چې امین‌الحق د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن له نږدې ملګرو څخه و.

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي: «د ترهګرۍ ضد ځواکونه له څارګرو ادارو سره په همکارۍ امین‌الحق ته ورورسېدل چې د القاعده یو مهم مشر دی، د نوموړي نوم د ملګرو ملتونو د بندیزیونو په نوملړ کې هم شامل دی.»

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.