ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«بادغیس کې د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره سلګونه کسان ګومارل شوي»

«بادغیس کې د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره سلګونه کسان ګومارل شوي»

author avatar
20 Jul 2024 - 16:54
«بادغیس کې د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره سلګونه کسان ګومارل شوي»
author avatar
20 Jul 2024 - 16:54

فیروزکوه (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د بادغیس د کرنې رییس د پستې حاصلاتو له دوه برابره ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه ولایت د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره څلور سوه کسان ګومارل شوي دي.

د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالحي منیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست له لوري د ترسره شوو سروې‌ګانو له مخې شونې ده چې د تېر کال په پرتله سږ کال د پستې حاصلات دوه برابره ډېر شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر کال څه باندې اووه زره ټنه پسته راټوله شوې وه او سږ کال د څلور زره ټنه پستې راټولېدو اټکل شوی دی.

نوموړي سږ کال د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل د هوا سړوالی او د نباتي ناروغیو کموالی وښود.

هغه زیاته کړه: «د پستې له وخت مخکې ټولولو مخنیوي لپاره مو د امنیې قوماندانۍ او لوا په مرسته د پستې ځنګلونو کې ۴۰۰ کسان وګومارل څو د خلکو د ګڼې‌ګوڼې مخه ونیسي او هڅه کوو چې پسته پخوالي ته ورسېږي.»

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکو د کرنې ریاست د یاد اقدام ستاینه وکړه.

د بادغیس یوه اوسېدونکي محمدهاشم وویل: «پسته زموږ ملي سرمایه ده، دوی یې له پخېدو مخکې د راټولولو مخنیوی کوي، مخکې ټولول یې د دې لامل کېږي چې مغز تشکیل نه‌شي چې بیا خلک زیانمنېږي، زموږ غوښتنه دا ده، دولت باید هڅه وکړي څو پسته ښه پخه او وروسته راټوله شي.»

نوموړی زیاتوي، خلک هم باید له دولت سره مرسته وکړي او د پستې ځنګلونو ته له ورتلو ډډه وکړي.

ورته مهال، د بادغیس یو اوسېدونکی حبیب‌الله هم ورته نظر لري او وايي چې باید له پخېدو مخکې د پستې له راټولېدو د مخنیوي لپاره هڅه وشي.

حبیب‌الله تمه لري چې مسوول بنسټونه د پستې ونو ته د خلکو له ورتلو په جدي توګه مخنیوی وکړي څو په بشپړه ډول پخه شي.

هغه وویل: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، څو کاله کېږي پستې خامې راټولېږي، بیا په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي، چا ته هیڅ ګټه نه رسېږي، سږ کال دې هڅه وکړي چې پستې ورسېږي او پخې شي، وروسته یې راوشکوي، هغه کسان چې د پستې ځنګولونو ته نږدې سیمو کې اوسېږي، باید دغو سیمو ته یې له ورتلو مخنیوی وشي، که پسته ژر راټوله شي، د ملت او خلکو پر زیان ده.»

دغه‌راز، د بادغیس پوهنتون استاد معظم حقمل وايي: «له وخت مخکې د پستې ټولول هم د پستې کیفیت او هم د هېواد اقتصاد ته زیان اړوي، هغه پستې چې ژر ټولېږي، ښه خوند او عطر نه‌لري، که پستې له وخت مخکې راټولې کړو، ښايي پستې خرابې کړي او د ضایعاتو ډېرېدو لامل شي، نو باید له وخت مخکې د پستې ټولولو مخنیوی وشي څو حاصلات یې په بشپړه توګه ورسېږي.

نوموړی ټینګار کوي، د کرنې اداره باید هڅه وکړي څو له وخت مخکې د پستې ټولولو مخنیوی وکړي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.