ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ای‌او‌اېم: په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۵۸ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

ای‌او‌اېم: په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۵۸ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

author avatar
20 Jul 2024 - 17:57
ای‌او‌اېم: په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۵۸ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
author avatar
20 Jul 2024 - 17:57

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږدیز کال په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۸۵۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه راز څه باندې ۵۳۲ زره بیا یادو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وړمه ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له اپرېل تر جون پورې ۸۵۸ زره او ۱۷۰ کسان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۵۳۲ زره او ۸۵۴ کسان بیا یادو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي، ۵۶ سلنه دغه افغانان په جبري توګه، ۴۶ سلنه په خپله خوښه او ۳۹ سلنه هم د اقتصادي ستونزو له امله له ایرانه راستانه شوي.

راپور وايي، ۷۴ سلنه افغانان بیا په خپله خوښه او ۱۹ سلنه هم د ناامنۍ او ځاني نه خوندیتوب له امله له پاکستانه راستانه شوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، دغه شمېرې یې په تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌کلا، ابونصر فراهي، انګور اډه او ډنډپټان بندرونو کې له ۸۱ زره او ۲۹۲ افغانانو سره له مرکو وروسته خپرې کړې دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دغه سازمان راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.