کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروگرام له مشر سره په لیدنه کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخو کې د دغه پروګرام د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نوراحمد اغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له مشر سټیفن روډریګز او مل پلاوي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د افغانستان سرپرست د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخه کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د همکارۍ له امله د مننې تر څنګ په دې برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه ویلي، د کوچنیو کاروبارونو تمویل او د لا زیاتو اسلامي تمویلاتو رامنځته کول د هېواد په اقتصاد کې مهم رول تر سره کوي او دا چاره کولای شي چې له خلکو سره د دندو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
په یاده لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز ویلي چې د اسلامي امارت تر بیا ځلي حاکمیت وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنترول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي چې د ستاینې وړ دي.
هغه زیاته کړه د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د بریښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي څو وکولای شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP