ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پولیسو اسلام‌اباد کې ډېر شمېر افغان کډوال له خپلو کورونو وړي

پاکستاني پولیسو اسلام‌اباد کې ډېر شمېر افغان کډوال له خپلو کورونو وړي

author avatar
20 Jul 2024 - 11:36
پاکستاني پولیسو اسلام‌اباد کې ډېر شمېر افغان کډوال له خپلو کورونو وړي
author avatar
20 Jul 2024 - 11:36

اسلام‌اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې پولیس يې کورونو ته ورغلي او ډېر کسان یې له ځان سره بیولي دي.

د اسلام‌اباد (B17) ښارګوټي اوسېدونکي وايي چې نن سهار شاوخوا څلورنیمې بجې پولیس د دوی کورونو ته په زور ننوتل، ځیني کسان یې ځورولي او ځیني یې له ځان سره بیولي دي.

د یاد ښارګوټي یوه اوسېدونکي افغان کډوال عثمان فاضل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا څلورنیمې بجې د پاکستان پولیس دغه ښارګوټي ته ورغلل او په ډېرې بې‌حرمتۍ یې یو شمېر کسان له ځان سره بوتلل.

هغه زیاته کړه: «څلورنیمې بجې به وې، پولیس راغلل، ځیني کسان له جوماته راوتلي وو او ځیني ځوانان کلپ خوا ته روان وو، پولیسو په ډېرو چیغو او بې‌حرمتۍ ځیني افغانان ونیول او له ځان سره یې یووړل، بلاکونو ته ننوتل، ځیني خلک ویده وو، د کورونو دروازې یې ټک ټک کړې او خلکو ته یې ویل چې ویزې او پاسپورټونه راوړئ، ځینو کسانو ویزې درلودې او ځینو کسانو ان فامیلي ویزې درلودې، دا ټول یې ټول کړل او له ځانه سره بوتلل.»

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښارګوټي کې شاوخوا درې سوه افغان کورنۍ اوسېږي.

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي حامد فروتن هم پژواک ته وویل چې پولیسو نن سهار له دغه ښارګوټي سلګونه کسان له ځان سره بیولي دي.

هغه زیاته کړه: «سهار مهال و چې پولیسو د خلکو پر کورونو هجوم راووړ، چا چې ویزې درلودې او چا نه درلودې ټول یې بوتلل، درې- څلور سوه کسان به یې وړي وي.»

دغه راز، د یاد ښارګوټی بل اوسېدونکی رفیع‌الله (مستعار نوم) پژواک ته وویل چې نن سهار پولیسو دی هم نیولی و.

هغه زیاته کړه: «زما ویزه شپږ میاشتې وخت لري، اول مې چې ویزه ورته ښکاره کړه، ویل یې سمه ده وروسته یې زه هم ونیولم، بیا مې ۱۵ زره کلدارې ورکړې خوشی یې کړم.»

د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د پاکستان له حکومتي چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ یې غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره دې داسې ظالمانه چلند نور بند شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پاکستان پولیسو او رسنیو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت د تېر میلادي کال اکتوبر کې پرېکړه وکړه چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال له دغه هېواده باسي چې تر اوسه یې نږدې نهه سوه زره افغان کډوال ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له یادې پرېکړې وروسته کله ناکله افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري په یو او بل نامه نیول کېږي، پيسې ترې اخیستل کېږي او ځورول کېږي.

Views: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.