Language

سرپل کې د لاسي‌بم چاودنې د محرم دیارلسمې مراسمو اووه ګډونوال ټپیان کړي

سرپل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د سرپل امنیه قومانداني وايي، ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په مرکز کې د محرم دیارلسمې پر مراسمو د لاسي‌بم برید کړی چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ناپېژانده موټرسایکل‌سپاره تېره ورځ شاوخوا یوولس بجې د سرپل ښار په توحیداباد سیمه کې د شربت د وېش یوه مرکز سره لاسي بم غورځولی دی.

هغه زیاته کړه چې لاسي بم د مراسمو ګډونوالو ته نږدې غورځول شوی چې د چاودنې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، ټپیان له روغتونه رخصت شوي او امنیتي ځواکونه د یاد برید د عاملینو نیولو په هڅه کې دي.