ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان الینګار ولسوالۍ د ساو درې اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري

د لغمان الینګار ولسوالۍ د ساو درې اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري

author avatar
20 Jul 2024 - 09:51
د لغمان الینګار ولسوالۍ د ساو درې اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري
author avatar
20 Jul 2024 - 09:51

مهترلام (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ ساو دره چې سلګونه کورنۍ په‌کې ژوند کوي، اوسېدونکي یې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.

د یادې درې د شکموش لوي کلي اوسېدونکي سیداصغر پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ دلته لس کلیوالي شوراګانې لرو چې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ په کې ثبت دي، خو له بده‌مرغه چې هیڅ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه‌لرو، که یو چاته زنګ کوو، یو ساعت باید پیاده مزل وکړو، د غره سر ته پورته شو او بیا هلته انتن کار کوي.»

دغه راز، ساو دره کې د خوجي کلا اوسېدونکی خطیب‌الله پشه‌یي وايي، د مخابراتي خدماتو نشتوالي له امله دوی نورو سیمو کې د خپلو خپلوانو له حال احوال څخه په اسانۍ نه خبرېږي.

هغه وویل: «کله چې زموږ په کلي کې د غم او ښادۍ ترڅنګ کومه جدي ستونزه پیدا شي، د مخابراتي انتنونو نشتون له امله دوستان او خپلوان مو له ورځو – ورځو وروسته خبرېږي، مونږ هم د هغوی له حاله نه خبرېږو.»

هغوی غوښتنه کوي چې حکومت دې هر څه ژر د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین هم د ساو درې د اوسېدونکو یاده ستونزه مني خو زیاتوي چې ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.

د الینګار ولسوال مولوي نورالهادي صارام پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، ستونزه یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې ده.

خو د لغمان ولایت د مخابراتو او معالوماتي تکنالوجۍ رییس مولوي عزیزالله حقاني ډاډ ورکوي چې روان کال کې به د یادې سیمې اوسېدونکي له مخابراتي خدماتو برخمن شي.

د نوموړي په خبره، روان کال د دغه ولایت لپاره د مخابراتي شبکو یوولس نوي سايټونه منظور شوي چې په نږدې راتلونکې کې به ساو درې سربېره په هغو لرو پرتو سیمو کې ولګول شي چې اوسېدونکي یې له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.