ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي

غزني کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي

غزني (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې دوه کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د قره‌باغ ولسوالۍ په ملوک کلي کې د یوې پخوانۍ زړې مرمۍ چاودنې له امله یو یولس کلن هلک وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «دغه ماشوم د څاریو څرولو پر مهال دغه مرمۍ پیدا کړې، لوبې یې ورسره کولې چې پرې چاودلې او وژل شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې کې هم د قره‌باغ ولسوالۍ په نکوردک، میرووالو، باران کلا او نورو سیمو کې ورته پېښې شوې چې یو شمېر کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه راز، د یو بل خبر له مخې، یو بل کس بیا غزني کې ځان‌وژنه کړې ده.

سرحدي وايي چې تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په باغا کلي کې د قدرت‌الله په نوم یوه کس ځان په مرمۍ ویشتلی او وژل شوی دی.

نوموړي وویل: «له لومړنیو څېړنو وروسته معلومه شوه چې دوی له چا سره کومه شخصي دښمني نه درلوده او قدرت‌الله د تمانچې په وسیله په خپله ځان ویشتلی او وژل شوی دی.»

د سرحدي د معلوماتو له مخې، دغه کس د کورنۍ ستونزو له امله ځان وژلی دی.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.