ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وېش بازار کې پرونۍ اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی

وېش بازار کې پرونۍ اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی

author avatar
20 Jul 2024 - 16:22
وېش بازار کې پرونۍ اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی
author avatar
20 Jul 2024 - 16:22

کندهار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندهار سپين‌بولدک ولسوالۍ د وېش بازار په مارکېټونو کې د تېرې ورځې اورلګېدنې هټۍ‌والو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ د وېش بازار په مارکېټونو کې تېره ورځ لس بجې اورلګېدنه رامنځته شوه چې شاوخوا اووه ساعته یې دوام وکړ.

که څه هم تراوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند شوی خو ویل کېږي چې د بتریو د شارټي له امله رامنځته شوې ده.

د وېش بازار یوه ‎هټۍوال عبدالستار وویل: «خلکو ته ډېر لوی تاوانونه ورسېدل، په میلیونونو پیسې یې په‌کې لاړې، د جمعې ورځ وه چې اور لګېدلی، خلک ناوخته ورباندې خبر شول؛ ځکه یې ډېر تاوان رسولی دی.»

د دې سیمې یو بل هټۍوال سپین وایي، اورلګېدنه د بتریو د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دا بترۍ یې شمسيانو ته تړلي وې، هغه پټاو شوې دي؛ ځکه اورلګېدنه رامنځته شوې، یوازې ما ته ۱۷۰ – ۱۸۰ لکه تاوان را رسېدلی دی.»

د دغه بازار یو شمېر نور هټۍوال وایي، میلیونونه ډالر زیان ور اوښتی؛ ځکه په خبره یې چې دغو مارکېټونو کې د موټرو د پرزو او نورو توکو تر څنګ د هټۍ‌والو نغدي پيسې هم سوځېدلې دي.

یو هټۍوال شبیراحمد وایي: «دلته ډېرو خلکو درې یا څلور دوکانونه لرل چې هغه ټول سوځېدلي او داسې خلک شته چې تر زر لکو ډېر تاوان ورته رسېدلی؛ ځکه په ډېرو دوکانونو کې نغدي پيسې هم وې.»

هغوی له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

یوه هټیوال بازمحمد وویل: «تاوان خو ډېر ورسېده، نو اوس غوښتنه کوو چې له دغو خلکو سره کمک وشي چې دوی بیا خپل کاروبار راپورته کړي؛ ځکه دا خلک نوره هیڅ سرمایه نه‌لري.»

بل‌ لور ته، د دې ولسوالۍ د اور وژنې مسوولین د اور د پراخېدو او زیانونو په اړه وایي، اورلګېدنه ځکه پراخه شوه چې د جمعې ورځ وه او مارکېټونو ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې وې.

د سپين‌بولدک ولسوالۍ د اور وژنې د ډلې مسوول ملا مطیع‌الله عادل وایي، که مارکېټ ته ورغلې لارې خلاصې او یا دوی ته په وخت خبر ورکړل شوی وای، د اور د پراخېدو مخنیوی ورته اسانه و.

هغه وویل: «د اورلګېدنې له امله شاوخوا دوه زره دوکانونه سوځېدلي، د دوه یا درې زره دوکانونو د سوځېدو مخنیوی شوی دی، موږ هر وخت پر دې ټینګار کړی چې مارکېټونه باید منظمې لارې ولري چې د داسې پېښو پر مهال اطفایې په اسانۍ ورشي خو خلک بیا هم بېغوري کوي. خساره خو ډېره ده سلګونه میلیونه افغانیو ته رسيږي خو اټکل نه شو کولای، ځکه ډېر دوکانونه سوځېدلي دي، نو دا باید لومړی معلومه شي وروسته به یې په اړه معلومات شریک کړو.»

وېش بازار د سپين‌بولدک – چمن دروازې ته څېرمه پروت دی چې تر ډېره په‌کې د موټرو پرزه‌جات، تخنیکي وسایل او له بهره را وړل شوي دویم لاس توکي پلورل کېږي او له دې مخکې هم په‌کې دغه ډول پېښې رامنځته شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.