ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو کس وژل شوی

اروزګان کې یو کس وژل شوی

author avatar
21 Jul 2024 - 17:53
اروزګان کې یو کس وژل شوی
author avatar
21 Jul 2024 - 17:53

ترینکوټ (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروزګان امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالي کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په ششپر سیمه کې تېره شپه یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، تراوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم خو د په تړاو یې یو شمېر شکمن کسان نیول شوي دي.

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.