ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیه قومانداني: لوګر کې ۳۵۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي

امنیه قومانداني: لوګر کې ۳۵۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي

author avatar
21 Jul 2024 - 17:55
امنیه قومانداني: لوګر کې ۳۵۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي
author avatar
21 Jul 2024 - 17:55

ل‌علم (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ماینونه د امنیتي ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په همکارۍ په بېلابېلو سیمو کې کشف او له منځه وړل شوي دي.

دی وايي: «امنیتي ځواکونو په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی کړي دي.»

انس زیاته کړه، دغه ماینونه د تېر جمهوریت او روسانو له وخت څخه تر ځمکې لاندې پاتې وو چې اوس کشف او له منځه یووړل شول.

د انس په وینا، په دغه ولایت کې یوه ستونزه تر ځمکې لاندې د ناچاوده توکو شتون دی چې د خلکو ژوند ګواښي او کله نا کله مرګ‌ژوبله هم اوړي.

بلخوا، د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي نبي پژواک ته وویل چې اړوند مسوولین باید په دغه ولایت کې د ماین پاکۍ چارې ترسره کړي.

هغه وايي چې په تېرو څو کلونو کې لسګونو کسانو د همدغو ماینونو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم معلول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونې مخکې هم د لوګر د مرکز اړوند موسی‌خېلو په سیمه کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي وو.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.