ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پخواني لومړي‌ وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوی او لور ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

د پخواني لومړي‌ وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوی او لور ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

author avatar
21 Jul 2024 - 18:03
د پخواني لومړي‌ وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوی او لور ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول
author avatar
21 Jul 2024 - 18:03

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): ارګ وایي چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لوري د پخواني لومړي وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوی او لور او دغه‌راز په تېر حکومت کې د خوست د کې‌پي‌اېف قطعې یو شمېر غړو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شول.

ډاکټر عبدالصمد حامد د پخواني لومړي وزیر د مرستيال، د پلان وزير او د کابل پوهنتون د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړى د دې ترڅنګ د افغانستان د اساسي قانون يو ليکوال، قانونپوه او د سياسي بصيرت او پوهې خاوند و.

ارګ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له افغان شخصیتونو سره د اسلامي امارت د اړیکو کمېسیون له لوري د پخواني لومړي وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوی او لور ته او په تېره «اداره» کې د خوست د کې‌پي‌اېف قطعې یو شمېر غړو ته چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي د مصونیت کارتونه ورکړل شول.

سرچينې زیاته کړې، د یاد کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر راغلو کسانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هر افغان عزت په خپل کور کې وي.

ذاکر ویلي: «د اسلامي امارت له فتحې وروسته عمومي عفوه اعلان شوې، په افغانستان کې د ارامه او سوکاله ژوند کولو زمینه برابره شوې او هېڅوک د پخوانۍ دندې له امله له ګواښ سره نه مخ کېږي.»

سرچینې ویلي، راغلو کسانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له همکارۍ مننه وکړه او افغانستان ته پر راتګ او شته امنیت یې خوښي وښوده.

د سرچینې د یادو کسانو له قوله لیکلي، په افغانستان کې د موجود امنيت او ډاډ له وجې ډېر شمېر نور بهر مېشتي افغانان لېوالتیا لري چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې جولای میاشتې په دویمه هم له افغان شخصتیونو سره د اړیکو کمېسیون له لوري څو پخوانیو عسکرو او مسوولینو ته چې له امریکا، اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي وو، د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.