ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پرلت‌کوونکي: د سپین بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ د پخوا په شان پیل شو

پرلت‌کوونکي: د سپین بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ د پخوا په شان پیل شو

author avatar
21 Jul 2024 - 19:06
پرلت‌کوونکي: د سپین بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ د پخوا په شان پیل شو
author avatar
21 Jul 2024 - 19:06

کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): یو شمېر پرلت‌کوونکي وایي، د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر ډیورنډ کرښه پورې غاړې پراته ښار چمن کې پرلت پای ته ورسېد او د سپین بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ د پخوا په شان پیل شو.

شاوخوا لس میاشتې مخکې، د پاکستان حکومت په کندهار کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین‌بولدک – چمن په دروازه د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه جبري کړل، د کرښې هغې غاړې چمن سیمې اوسېدونکو د دې پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړ او تر نن یې دوام درلود.

د یادونې ده چې تر دې مخکې خلکو کولی شو چې په افغاني تذکره او د پاکستان د کډوالۍ په کارتونو (شناخت کارت) تګ او راتګ وکړي.

د چمن یو تن اوسېدونکی فضلي‌احمد وایي، پاکستاني لوري نن د پرلت دوه مشران صادق اڅګزی او غوث‌الله خوشې کړل او د دروازې د خلاصېدو پرېکړه یې هم کړې ده.

هغه زیاته کړه: «نن غوث‌الله او صادق ایله شول، چمن ته راغلل. او دروازه هم خلاصه شوه پر تذکره او شناختي کارت تګ راتګ پيل شو.»

د پرلت یو بل ګډونوال سمیع‌الله وایي، دروازه به د پخوا په شان خلاصه وي او مسافر کولای شي پر افغاني تذکره او د پاکستان پر «شناختي کارت» تګ راتګ وکړي.

د سپین بولدک په کمیسارۍ کې بیا یوه سرچینه وایي چې دغه کار تر اوسه په رسمي ډول نه دی شوی.

هغه وویل که چېرې دغه کار کیږي بیا به د دواړو غاړو چارواکي ګډه ناسته کوي او په اړه به یې پرېکړه وشي.

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.